افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
سلګۍ مې وکړې
لاس مــې پــه زړه ایښــی د زړه لــه درده
ودرېــدی نــه شمـــــــه اوس زه لــه درده
وګــوره څـــــــومره مــې ســلګۍ وکړلــې
وګـوره سـره مـې شـــــــول لېمـه لـه درده
تــا پســــــــــــــــــې دومــره ژړېدلــې یمــه
تـوی مـې لـه سـترګو شـو رانجـه لـه درده
پـه دروازه کـې چــــــــې شـي ګوتـه بنـده
داســـــې یـم نـن سـبا اوس ښـه لـه درده
کامــــــــــــلې غم دې داسې کړی یم چې
پورتــه کــوی نشــــــــــــم باڼــه لــه درده
شاعره: کامله طاهر