د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

څنګه دې هېره شومه



کاش چـې ویده دې وای په څنګ کې یاره
زه دې رنـګ نـه شـومه پـه رنـګ کـې یـاره

لکـه چـــــــــې څنګـه درنـه هېـره شـومه
کـه داســې نـر هـم وې پـه ننـګ کـې یـاره

وطـــــــــــن مـو لوټـې، لوټې، لوټې شـولو
ګــــټه مـو څـه وکـړه پـه جنـګ کـې یـاره

پګــړۍ پــه ســـــر کــړه او واســکټ واچــوه
پــــــښتانه بـد ښـکاري پـه لنـګ کـې یاره

کاملــــــــــــــې ورکــړه اننګــي پــه شــونډو
نښـې د عــــشق دي دې ملنـګ کـې یـاره

د شاعر نور شعرونه ←