د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

ځان رانغاړمه



څــــــــوک لــه خدایــه غواړمــه او لاړمــه
غـــــــــلې، غلــې ژاړمــــــــــــــه او لاړمــه

ګلــه ژونــد تــــــــــه لاره د خــوب ګورمــه
ګلــه پــه چـــــــــــــــــــا ویاړمــه او لاړمــه

اوښکـــــــــې، اوښــکې تویــه شــــــــــــوم
خــــــــپل غــم ځــان تــه ژباړمــه او لاړمــه

دا مخلـوق خـو ډک دی لـه جفـا نـه ټـول
نــور نــو ځــــــــان رانغاړمــه او لاړمــه

یــه کاملـــــــــــې اوس راپســې مــه ژاړه
یــه کامـــــــلې لاړمــه او لاړمــه او لاړمــه

د شاعر نور شعرونه ←