افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
که زما شې
چـې زه ســـتا شـم تـه زمـا شـې تـه څـه وایې
پــه رښــتیا زمــا دنیــا شــې تــه څــه وایــې
زه کـه درشــــــــــــــــم لاس تـر زنـه ګلـو ونه
چې مسـکی شـې په خندا شـې ته څه وایې
چـې د زړه پـه درد مـې خـور لکـه مرهم شـې
کـه پرهــــــــــر تـه مې دوا شـې ته څـه وایې
په زنـــــــــګون چې راته سـر کېـږدې ناڅاپه
مینــــــــــوال مې د ښـکلا شـې تـه څه وایې
کاملــه کــه مــخ لــه زلفــو در ښــکاره کــړي
دې تیـارو تـه کــــه رڼـا شـې تـه څـه وایـې