د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

21 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

د ښاغلي نظیف تکل ژوند ليک!

دهيواد وتلی اوپېژندل سوی شاعر اوملت ژمن شخصيت  ښاغلی نظيف الله تکل د ۱۳۴۰ ل،ل کال د مرغومي په شلمه د کونړدڅوکۍ ولسولی په مربوطاتوکې په يوه غريبه کورنۍ کي سترگي دنياته پرانستي اوپه خپله لمړنۍ ژړا یې خپلې درنې مور اوبياپلارته دخوښې پيغام رسولی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د څوکۍ د جمعيت په لېسه کې ترسره کړي دي.په ۱۳۵۸ ل،ل کې دکانکور له ازموينې وروسته دکابل پولیتخنیک پوهنتون ته بريالی شو،او په ۱۳۶۴ ل،ل کال له ياد پوهنتونه د ديپلوم انجنير ( ماستر انجنير) په توگه فارغ شو.

د همدې کال د چنگاښ  په مياشت کې په پما (د پروژو جوړولو په مرکزي انستیتوت )کې په دنده وگومارل شو.نېږدې اته کاله په دغه انستیتوت کې په دنده بوخت و چې کورنۍ جګړې پيل شوې او د نظام اډانه ړنگه شوه‌،تکل لومړی پېښور او بيا مسکو ته مهاجر شو.

نظيف الله  تکل د زده کړو په دوران کې له ادبياتو سره بېکچه مينه پيدا کړه،او ان په ښوونځی کې يې لا د شعر په ليکلو پيل وکړ،د هيواد په ورځپاڼو او مجلو کې يې شعرونه او مقالې چاپ او خپاره شول،د هيواد په کچه يې په مشاعرو فرهنگي غونډو،کنفرانسونو او سيمنارونو کې برخه واخيستې ده.

تکل صاحب دمهاجرت په دوران کې هم دخپل هيواد دکلتوراو فرهنگ غوړېدا ته مټې را بډ وهلې او په مسکو کې د دې تر څنگ چې دافغانانو د فرهنگ د ټولنې د ادبياته مسؤل و، په ۱۹۹۶ م کال کې يې د يو شمير فرهنگي ملگرو په گډون دلېمه ادبي او فرهنګي مجلې لومړۍ گڼه چاپ کړه ،چې دروسې په فيدراتيف جمهوريت کې د مېشتو افغانانو د پراخ هرکلي سره مخامخ شوه.

د تکل صاحب په مسؤل مديريت ياده ادبي فرهنګي مجله تر ۱۹۹۷ م کاله درې گڼې له چاپه راووته او بيا ترې تکل صاحب  د نيدرلنډ  (هالنډ) په لور د مهاجرت کډه بار کړه .

د ۱۹۹۷ م کال په جولای کې نظيف تکل د خپلې کورنۍ سره هالنډ ته ورسېد.د هالنډي ژبې د زده کړې سره هم مهال يې د نورو ملگرو په ملتيا کلتوري کارته اوږه ورکړه او په ۲۰۰۱ م کال کې يې په هالنډ کې دنور ډېرو افغانانو په گډون او فعاله ونډه د افغاني کلتوري ټولنې بنسټ کېښود .

وروسته له لږې مودې يې دازادو انتخاباتو له لارې د ټولنې مشرتوب ترلاسه کړ،د تکل صاحب د مشرۍ لاندې ټولنې ښه پرمختگ وکړ فرهنگي غونډې ،مشاعرې او سيمېنارونه يې جوړکړل او ځينې علمي ادبي آثار يې چاپ کړل .  

په ۲۰۰۶ م کال کې تکل له هالنډه نه انگلستان لندن ښار ته کډه وکړ ه.په همدې کال کې افغانستان ته ولاړ او هلته يې خپلې درې شعري ټولگې په خپل شخصي لگښت چاپ او خپرې کړې ، چې هر لورد افغانانودتاوده  هرکلي سره مخامخ شوې.

 

د تکل صاحب چاپ شوي اثار: 

۱_او پاڼې مړې وې شعري ټولگه چې لومړی په ۱۳۷۰ ل،ل کال کې د افغانستان دليکوالو ټولنې له خوا چاپ شوې وه،دويم ځل شاعر په خپل لگښت بيا چاپ او خپره کړه .

۲_پاڼې د لونگو شعري ټولگه 

۳_شبنم پر پاڼه شعري ټولگه

۴ راڅڅېدلې چوپتيا

 

نا چاپ اثار

دخوب سيوری

نظيف اله تکل په پښتو ،دري،روسي،هالنډي او انگرېزي ژبو خبرې کولای شي. زموږ دا مشهور شاعر همدا اوس دلندن په ښارکي دخپلي درنې کورنۍ سره اوسېږي.

د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

د محبت خوند به نو په څه کې ساتي چې د درد خبره يې په زړه کې ساتي له دې ويريږي چې چيرته هير دې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

لا مې د زړه د دیوالونو تر شاه ښکلې پري د غزلونو اوسي   په کې برجونه د غزل جوړوي په کې د ستورو یو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

نور به دې تل په یو تکل کې ساتم لکه د خوب به دې څنګل کې ساتم زمـا جـذبـه او دا سـتا سړه سیـنه دواړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

د ښکلا ملکه

ای د هند د غنمرنګو د رڼا ملکې د ښايست د ښاپيريو د ښکلا ملکې د ختيز د بېوزلانو د دنيا ملکې مبارک دې دغه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

پيړۍ ورو سته

 پوهيږم  پوهيږم چې  درڼو هيندارو منځ کې پيړۍ وروسته زېږې خو ،کيدای شې ستا له زيږد وروسته روايات هم بدل وي کروندې بوټي او کاينات…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

دژوند چارو داسې پرېستم حميده* چې خبر نه له ښادۍ شوم نه له عيده تور د سترګو مې هم ورځ تر بلې سپين شو مودې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

څومره ترخې دي زموږ د کلي کوڅې د غم ميرې دي زموږ د کلي کوڅې لاره دې بچه کړه پرې مه راځه نور سړېخورې دي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

بيا خلک راټول دي د تيارې شاته ځه چې چيرته پټ شو د دې شپې شاته ماته په کميس کې غاړه مه کوئ مانه پاتې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

په بڼکو کې اېسار و ،چا نه ليده په دې ځاله کې يو مار و ،چا نه ليده يوه مرغۍ په کې تر ډيره چغېدله…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

وروستۍ چغه

مشکله ده مشکله ده چې هغه دې  کوټې ته د لمر  دراننوتونکو وړانګو غږ هم واوري چاچې په بم کې  د الوتي انسان وروستۍ چغه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

ستاسيورى

ته هوښياره وې بې غمه شوې ياد دې زما له ياده پاک کړ زه چې اوس هم ګل ته ګورم ته را ياديږې خو لکه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

اوس مې په زور او نا زور باندې پوهېږم د دې خپلو چيغو شور باندې پوهېږم د جانان د مړاوو سترګو سوی سوزه صبر صبر…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

ځانمرګی

 چا څادر کې ځان تاو کړی جمعې ته ورځې شماري دوزخ په خلکو ویشې که جنت په خلکو ویشې  دواړه یې ځان پورې تړلي زه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

د اميد زيري

 وخت لکه، نقاشي شوې تابلو پر ديوال زړيږي زه تاته ګورم  او کلونه شميرم ته د خپل غړند وجود پر څانګو ناسته روح دې د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

سفر

نن مې دومره ډيره نه ياديږې زړه مې غواړي ياد دې له ياده وباسم او خوب دې له خوبه له تا وروسته کېدای شي له…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

هم ته وې چې ما پسې به راتلې لکه رڼا پس له تيارې به راتلې اول به زه درتلم کوټې ته اشنا روسته له ما…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

تپوس

د دې ځمکې او فضا نه د دې شاړې او بيديا نه د دې غرونو او صحرا نه هرې خوانه له هر چا نه تپوس…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

 شپه چې تياره شې رڼا چيرته ځي؟ ورځ چې بيګا شي سبا چيرته ځي؟ دا ډلې ډلې را روان خلک! دا څنګ په څنګ خوا…

بشپړ شعر ولولئ ←