د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

د اميد زيري

 وخت لکه، نقاشي شوې تابلو

پر ديوال زړيږي
زه تاته ګورم 
او کلونه شميرم
ته د خپل غړند وجود
پر څانګو ناسته
روح دې د وچې ونې
په رګ رګ کې ځغلې
د ژوند ناتمامه 
کيسه اورې
څوک دې 
سترګو ته
نا هيلي در پوکي
خو ته
يو چاته
د باور باد کې
د اميد زيري 
ورکوې
د شاعر نور شعرونه ←