افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
پيړۍ ورو سته
پوهيږم
پوهيږم چې
درڼو هيندارو منځ کې
پيړۍ وروسته زېږې
خو ،کيدای شې
ستا له زيږد وروسته
روايات هم بدل وي
کروندې
بوټي
او کاينات هم بدل وي
يواځې ميينې مرغۍ
او ځينې شاعران به
په اوسنۍ ژبه
سندرې وای
زه به هم
لرې چيرته تللی يم
ستا به ياديږم
ځکه چې
ته د رڼو هيندارو منځ کې
زېږيدلي شاعر
او زه
د خپل وخت د تيارو نقاش
نن شپه هم لګيايم
يو تور تم نقاشي کوم