افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ځانمرګی
چا څادر کې ځان تاو کړی
جمعې ته ورځې شماري
دوزخ په خلکو ویشې
که جنت په خلکو ویشې
دواړه یې ځان پورې تړلي
زه د ورځ سره روان یم
لمر ته ګورم
زړه مې د اوبو په سیوري سوزي
ډار مې سترګو کې نیولی
دخپل سیوري چغې اورم
چې تنه ورپورې ځانګي
برید جامې له مړو وړي
بوډۍ لاس په سترګو اښی
چا څادر د شهید
په فرضو خپور کړ
ځمکې وینې له خولې قی کړی
زه یې غږ په پټو سترګو اورم
ماشوم پرې پښې ته ژاړي
څوک سپوڼ کولای نه شي
څوک خندا څکلی نه شې
یواځې
یوڅو څاروو
په ولاړې
شخوند مات کړی
او
د قصاب
د دوکان
په دروازې
را زړیدلې
ایات الکرسي
ته ګوري