د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

نور به دې تل په یو تکل کې ساتم
لکه د خوب به دې څنګل کې ساتم

زمـا جـذبـه او دا سـتا سړه سیـنه
دواړه خو ځکه په یو بل کې ساتم

امن که راغی او میلمه مې شو لږ
لکه بـاچـا به یې کـابـل کې ساتم

د دې حــالاتــو د بــیـان له پاره 
ژبه مې هم په یو مورچل کې ساتم

ای د تـکل د غــزلــونــو يــاره
له ټولوپټ دې په یو چل کې ساتم
د شاعر نور شعرونه ←