د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

په بڼکو کې اېسار و ،چا نه ليده

په دې ځاله کې يو مار و ،چا نه ليده

يوه مرغۍ په کې تر ډيره چغېدله
د دې شپې شاته سهار و ،چا نه ليده

په دې سترګو کې يو زه وم او بل ته وې
په دې سترګو کې دريم ډار و ،چا نه ليده

خپلوسترګو ته کتی نه شو له شرمه
د دې ځمکې لاندې ښار و ،چا نه ليده

د تکل د نيمه تللې ځوانۍ ياد و
په خزان کې هم بهار و ،چا نه ليده
د شاعر نور شعرونه ←