افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
بيا خلک راټول دي د تيارې شاته
ځه چې چيرته پټ شو د دې شپې شاته
ماته په کميس کې غاړه مه کوئ
مانه پاتې سر دی د جګړې شاته
بيا مې د کابل کوڅې شهيدې شوې
بيا ناهيده وړي د هديرې شاته
ژوند د دې سړي غريب به ژغوري څوک؟
مرګ ورته ولاړ د دروازې شاته
څوک وای چې تکل به په مزو کې وي
خلکو مزې وکړې د پردې شاته