د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

د محبت خوند به نو په څه کې ساتي

چې د درد خبره يې په زړه کې ساتي

له دې ويريږي چې چيرته هير دې نه کړي
د اشنا نومه نور دې په خوله کې ساتي

د ا سړى ديوال ته ناست غمونه شميري
دا سړى خپل غم په ديواله کې سا تي

د کور ډيوې به يې وژل کيږي په کې
چې توپانونه د کور په وره کې ساتي

ياران لرې تښتي چې خواږه و ويني
تکل خواږه هم په خپل کاله کې ساتي
د شاعر نور شعرونه ←