د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

25 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

آغلې نجيبه سارا بياباني په ۲ د اپرېل، ۱۹۶۳ زېږيز کال کې د کندهار په ښار کې زېږېدلې ده، خو پلرنی ټاټوبی او د خاپوړو ځای يې کابل، د پغمان ولسوالۍ، د سينو بابا کلی دی. نوموړې د استاد محمد اسماعيل بياباني مېرمن، د کنډک مشر حضرت مير خان لور او د عبدالکريم خان لمسۍ، په خټه ابراهيمخېله پښتنه ده
زده کړې
دغې پښتنې شاعرې خپلې لومړنۍ زده کړې پخپل کلي کې او تر دې وروسته يې خپلې دويمې زده کړې د جلال آباد په الايي لېسې او د کابل د رابعه بلخي په لېسې کې سر ته رسولي. کله چې د وطن غميزې پېل شوې نو دغو ناخوالو يې د ژوند شريک ترې واخيست او دا د خپلو بچو سره يواځې پاتې شوه نو بيا يې په رسمي چارو کې د دندو سره سره خپلې لوړې زده کړې هم پيل کړې او تر يوه کاله، د ژورناليزم پوهنځي کې، په خپلو زده کړو هم بوخته وه، خو بيا په افغانستان کې د ګډوډۍ او کورنيو جګړو له امله يې لوړې زده کړې ترې نيمګړې پاتې شوې.
دندې
نجيبه سارا بياباني په افغانستان او پښتونخوا کې ګڼ شمېر دندې ترسره کړي. د کاري ژوند پيل يې د زده کړې له کالونو نه پيل شوی او د ۱۳۵۲ لمريز کال نه تر ۱۳۷۰ لمريز کال پورې د افغانستان په راډيو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. د افغانستان په راډيو کې يې لومړنۍ دنده د ماشومانو د خپرونې د وياندۍ نه پېل شوې، همدا راز د ډرام او ډيالوګ په برخه کې يې تمثيل زده کړ. تر څه مودې کار ورورسته بيا د هنر او ادبياتو په څانګه کې د حرف خوش صدای خوش و آهنګ خوش، جمعه او زموږ ډالۍ د خپرونو کوربنه او د شومه دم انګازې د خپرونې جوړونکې او ډيکليمه کوونکې، د پښتنو او بلوڅو د خپرونې جوړونکې او ويانده، د روزنې څانګې پورې اړونده د کلي کور او کرهڼې د خپرونې ويانده پاتې شوې. دا چې مېرمن سارا په خپل شخصي ژوند کې هم يوه کونډه ده نو په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د لومړي ځل لپاره د کونډې ځوی په سريال کې د افغان ټلويزون په پرده راښکاره شوه. نوموړې په دغه سريال کې د شادګل د مور رول لوبولی. څه موده يې د قبايلو په وزارت کې د جرګې مجلې د خبريالې په توګه هم دنده ترسره کړې. کله چې د افغانستان کورنۍ جګړې تودې شوې او هغه د خپلې کورنې سره پېښور کې کډواله شوه نو هلته يې هم د ژوند و ژواک لپاره هلې ځلې پيل کړي او بېلابېلې دندې يې ترسره کړي. د کډوالۍ په کالونو کې يې د وحدت په ورځپاڼه کې د خبريالې په توګه لنډ مهاله کار کړی، تر دې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د ښځو لپاره د ګل پاڼې ځانګړې پاڼې بنسټ کېښوده او درې کاله يې ورته ليکنې چمتو کولې، همدا راز يو نيم کال يې د پامير ورځپاڼې سره هم د خبريالې په توګه دنده ترسره کړې. د پېښور د راډيو سره يې هم قلمي همکاري کړې، او د پېښور په ټلويزون کې يې د پردې تر شا په پښتو او دري ژبو د خبرتياوو د لوستلو دنده هم سر ته رسولې. په پېښور کې يې د بي بي سي د پښتو او دري ژبې د روزنيزې پروژې د پيل هلې ځلې کړي او د نوي کور او نوي ژوند د پښتو او دري راډيويي ډرامو په بنسټ ايښودلو کې يې د افغاني ممثلينو په راټولولو کې مرسته کړې او بيا يې په همدغې راډيويي ډرامې کې د رابعه ګل رول په دواړو ژبو لوبولی او په دې روزنيزې پروژې کې يې ۵ کاله دنده ترسره کړې.
چاپ شوي اثار
نجيبه سارا د ماشومتوب نه شاعري کوي او تر اوسه پورې يې د شعرونو څلور ټولګې چاپ شوي. لومړۍ شعري ټولګه یې د کابل د کورنيو جګړو ښکار شوه خو تر اوسه پورې يې چې کوم کتابونه چاپ شوي هغه په لاندې ډول دي.

د ماښامونو ډيوه - د شعرونو ټولګه، چاپکال (1994)
د پنجرې مرغۍ - د شعرونو ټولګه، چاپکال (2003)
تاته کيسه په نثر که نوم د نظم درکړم؟ - د آزاد نظمونو او ليکنو غورچاڼ، چاپکال (2003)
زما د عشق جونګړه ورانه شوله - د هېوادپاله شعرونو ټولګه، چاپکال (2003)
ناچاپه آثار
د نوموړې ګڼ شمېر ناچاپه آثار لا تر اوسه نه دي چاپ شوي. سارا بياباني د شعرونو تر څنګ لنډې کيسې او داستانونه هم ليکلي چې تر اوسه پورې يې لا نه دي خپاره کړي. د ټولنيز ژوند په اړه په بېلابېلو موضوعګانو باندې يې هم د يو کتاب تکل کړی چې لا تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی. نوموړې د پښتو ژبې تر څنګ په دري ژبه هم څو ټوټې شعرونه ليکلي او د ګوتو په شمار يې يو څو نارويژي شعرونه هم خپاره شوي..
نجيبه سارا بياباني د څلورو ماشومانو مور ده او له ۱۹۹۹ زېږيز کال نه راپدېخوا د ناروې په هېواد کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

ستا په مینه کې مې زړه په چـــــــــــــاودون راغی خــــــــوږ وطنه پـــــــه تـــــــا څنــــګه ګردون راغی ستـــــا میــــــرویـس ستا احمد شاه نه بیدا کیږي ستــــــا…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

ستا دعشق په هوا لاړم پریوتم دبــــــــــــام لــــــه سره ساقي جام راوړی نه ؤ مــــــــاکــــــــــړه دجـــام له سره دمطرب ګوتو کې ساز ؤ پــــــــام ئې…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

دلتـــــــه سپـــــــو ږمـــــــۍ زمــــــا دوطــــــن  نشتـــه دلتـــــه ګـــــــــلان زمــــــــا دګلشـــــــــن نـــــــشتـــــــه دلته په جګو جګو غرو کې ګــرځـــــــي هو ســـــــــۍ پکې خو شبـــوی د هــــــــــا…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

قلم له کاره نـــــن ولیـــــــــــــــدلی ښــــــــــــکاري زړه له غمازه ژړیـــــــــــدلــــــــی ښـــــــــــــــکاري تقدیر ځواب راته لـــــــــه ورایــــــــــــه راکــــــــــړ زما په همزولــــــــــــو کـــــــــی ولیدلی ښکاري قلم قلم…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

ستا په ياد

ستا په وصـــال کې چې هجران وينمه لکه سپـــــــرلي کې چې خزان وينمه هسې ښکارېږي چې جهان خپه دی چې مې خپــــــــه د زړه آرمان…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

سترګو مې رنګ واخيست د تورو شپو نه ستا د وصـــــــلت د انتظـــــار لمــــحو نه تا د صبا په  هيــــــــــله قتـــــــــله کړمه لکه شبنم څاڅم…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

هسې غمونه راته ستا پـــــاتې شول چې  مې داغونه د اشــــنا پاتې شول زړه مې نری نری خـــــوږېــــــږي ياره چې آرمانونه راته بيا پــــــاتـــې شول…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

دا عجيبه نـــــنـــــــــــداره ده نوم ېې مينه افــــــــسانه ده هر تېرشوی ورته يــــــاد دی لکه سيند څــــــپه څـــپه ده لا په يو مخـــــــــه روان دی…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

ورغلم زندان ته ديــــــــــدنـــــــونــــو بــــــــار تړلی و راغلمه خپل کــــــور تـــــــه اميــــــدونــــو بار تړلی و داسې مې نــــــاره کــــړه اې ظالمه دا دې څه وکړل…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

زليــــــــخا شــــــومــــــه د مصر په کوڅو کې ګيــلې اورم د الـــــــــــــزام په زولــــــــنو کې   د يوسف د محبـــــــت ســـره اشـــــــنا شوم ګرځم ورکـــــــه يم…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

وطن

يو شمع مې تصور کې ستا د مينې کړلو بل رڼا ېې کايناتو کې خوره شوه په يو ځل په ستورو کې خوره شوه تماشا…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

د حافظ شېرازي د شعر په اقتفا

د پښتو شعر د غوره جايزې وياړ ېې هم په برخه شوی  1985 ګل دی بهتر له ځان بهــــــــــتر نــــــه لري د لاس آرا غير…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

سپرغۍ

ته په ريښتیا په صداقت نه پوهېدې او د خپل د شوم عادت له مخې دې تل په درواغ ويئلو او دوکو تکیه کوله ولې؟…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

سپرغۍ

که ته ما هېروی شې هېره مې کړه خو ستا هېرول زما دپاره د زمانې پړاؤ ته ضرورت لري 22.03.2000

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

سپرغۍ

زما روح ستاد روح سره هغه وخت يوځای شوی ؤ ګله چې زه او ته لا دلته نه ؤ راغلي . 04.05.1997

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

سپرغۍ

د يو څو لمحو لپاره ته ما خپل ځان او خپل ځان ما وګڼه نو بیا راته دا ووايه چې زما د کرکې دا اعلاج…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

سپرغۍ

ايا ته کولای شې ؟ چې د خپلې صفايئ لپاره خپل وجدان وکیل ونیسې چې محاکمه لنډه شي. 20.03.2000

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

سپرغۍ

چې ته ضد وکړې او زه ضد وکړمه دا بې فایدې پښتو ته د انسانیت په ژبه څه ووايم؟ 17.02.1998

بشپړ شعر ولولئ ←