د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

ورغلم زندان ته ديــــــــــدنـــــــونــــو بــــــــار تړلی و
راغلمه خپل کــــــور تـــــــه اميــــــدونــــو بار تړلی و

داسې مې نــــــاره کــــړه اې ظالمه دا دې څه وکړل
وامې ورېد ځــواب لاړو وخـــــــتونــــــو بـــــار تړلی و

کېناستمه هسې د مجبور ژوندون په ســـــــوچ کــې
ځکه چې عذرونو او ســـــــوالــــــــونـــــو بار تړلی و

هاغه تېر وختونه او د هيـــــــلـــو ډک زړګـــــــی زما
ټول د نيمې خوا شو آرمـــــانــــونـــــو بار تـــــړلی و

پاتې مې زړه باندې آرمان د يـــــو ديـــــدن شـــــولو
خيال کې مې شپه تېره شوه خـوبـــــونو بار تړلی و

اوښکې مې بڼو کې د سکڼي ماښام ډيوې شولې
تورې شپـــــې سارا شـــــاتــــــه غمونو بار تړلی و
پلچرخي

د شاعر نور شعرونه ←