افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ستا په ياد
ستا په وصـــال کې چې هجران وينمه
لکه سپـــــــرلي کې چې خزان وينمه
هسې ښکارېږي چې جهان خپه دی
چې مې خپــــــــه د زړه آرمان وينمه
يو سپېلنی رانــــــه جوړ شوی اورکې
چې دې د مينــــــــې ډېر ګلان وينمه
زه سرګردانه پخپــــــــل ګل پسې يم
تاته چې ګورم خــــــــپل جانان وينمه
له مانه ورک دی چېـــــــرته ېې ولټوم
هرې خوا ګـــــورمــه زنـــــــدان وينمه
زما مـــــذهــــــب کې خو يوه مينه ده
که داســــــې نه وي ډېر شيان وينمه
ســارا پـــــــــه دې آزمون بری اخلمه
زه خپــــــــل مجنـــون په بيابان وينمه