افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
سترګو مې رنګ واخيست د تورو شپو نه
ستا د وصـــــــلت د انتظـــــار لمــــحو نه
تا د صبا په هيــــــــــله قتـــــــــله کړمه
لکه شبنم څاڅم د ګل وږمـــــــــو نــــــه
لکه تور داغ د غاټول زړه کې ښـــــــکاري
داغلی زړه ژاړي دا ستا د تـــــــــــــــلو نه
د خزان رنګ زېړه زرغونه کې ښـــــــکاري
دا وچې پاڼې د بېلتون راتـــــــلــــــــــونــه
پرېشانې زلفې د مــــــــاښــــام نښه ده
د ډېوې اوښکه ده د لمر لــــــــوېــــــدونه
د سارا زړه د مـــــــــاښامــــــونــــو ډيوه
تاته ژړېږي شومــــــــــه دم دردونــــــــه