د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

ستا په مینه کې مې زړه په چـــــــــــــاودون راغی

خــــــــوږ وطنه پـــــــه تـــــــا څنــــګه ګردون راغی

ستـــــا میــــــرویـس ستا احمد شاه نه بیدا کیږي

ستــــــا پـــــه پـــاکه لــــــمن  څنګه شبحون راغی

دنــــــــــــازو او زرغـــــــونـــــــــې سپینې لـــمن ته

دسرو وینو په داغونو بــــــــدلـــــــون راغـــــــــــی

دشیر شاه او اکبر خان ځــــــــای چــــــا ونــــــه نیو

دا افغــــــــــان مــــــــــلت نـــــــن هسې زبون راغی

نــــه ئې مور لویــــــه ادې شــــــــوه  نــــــــــه ګلناره

دنا اهلو بچو غـــــــــږ چـــــــــې بـــیـــــــــرون راغی

دمــــــــلا لــــــــې غـــــــږ  په کو ر کې ایسار شوی

یــــــې وطنــــــه نـــــــن دجـــــهل  ازمــــــــون راغی

چې بندیـــــــان دجهــــــالــــــــــت ګرځو تورتم کې

نــــــه مــــــو کـور نه ګور معلوم شو افسون راغی

پــــــه پــــــردي دیــــــــار کــــې ناست یو بې وطنه

پــــــه وطــــــــن کــــــې بـــــــې وطنــــه تړون راغی

دافغـــــان مــــــلت پـــــــه لـــــــوی ټـــبر مې خدایه

رحــــــــم وکــــــــړی مصیبــــــــت په پښتون راغی

دغفلت لـــــــه خوبه څوک جګ کړم چې ویښ شه

پـــــــر دیسي ســـــــارا وطـــــــــن ته طاعون راغی

۱۶ / ۸ / ۲۰۰۰

د شاعر نور شعرونه ←