د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

هسې غمونه راته ستا پـــــاتې شول
چې  مې داغونه د اشــــنا پاتې شول

زړه مې نری نری خـــــوږېــــــږي ياره
چې آرمانونه راته بيا پــــــاتـــې شول

چې تېر وختونه دې اشـــــــــنا يادوم
د بېلتانه دردونه ځما پــــــاتـــې شول

تېر پسرلي به بيا په خــــــــوب وونې
دا امېدونه د دنــــــيا پـــــاتــــې شول
 
څومره دې غم څومره دې درد دی ګله
چې دغه ټول راتــــه سارا پــاتې شول

د شاعر نور شعرونه ←