د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

غزل

ستا دعشق په هوا لاړم پریوتم دبــــــــــــام لــــــه سره

ساقي جام راوړی نه ؤ مــــــــاکــــــــــړه دجـــام له سره

دمطرب ګوتو کې ساز ؤ پــــــــام ئې نه ؤ په نشه کې

ما چې غږ له خولې نه وویست ورنه لاړو پام له سره

دازل مـــــــــارغـــــــــه رالــــوتی غلې شوی ؤ دانې ته

دروزۍ په مینه والــــــوت ؤ ښکیل کړی دام له سره

چې يې شمعې ته نظــــــر شـــو دطواف په تکل لاړو

بې خبره ړوند روان ؤ چــــــې ستـــــي شو خام له سره

لیلا توره وه که سپینه خو مجنــــــــون ئې لیونې کړ

چې وه ښکلې او که نه وه رڼا شــــــــوه ماښام له سره

زه هم هسې لیونۍ یم  په هـــــــــدف کــــــې بې هدفه

انتها دمینې غـــــــــــــــــواړم داغاز انجام لـــــــه سره

دبودا نظر مې خـــــــوښ شــي دالټون دسارا څه دی

بیا هم ګرځي په بوداکې مــوندی نه شي کام له سره

۱۵ / ۷  / ۹۸

د شاعر نور شعرونه ←