افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دا عجيبه نـــــنـــــــــــداره ده
نوم ېې مينه افــــــــسانه ده
هر تېرشوی ورته يــــــاد دی
لکه سيند څــــــپه څـــپه ده
لا په يو مخـــــــــه روان دی
پکې ګرځه فلســـــــــفه ده
سرګردان به پکې ګـــــرځې
لږ خندا پکې پلــــــــــمـه ده
په ژړا نه پوره کېــــــــــــږي
خو سوزونو کې نغـــــمه ده
جوړوؤنکي سوزوؤنـــــــکي
هم په دا هم په دغــــــه ده
د خندا ژړا يو سٌــــــــــر دی
هم ېې وسوزي ايــــــره ده
کله ېې مست اولاپروا کړي
کله ېې ړوند کړي پروانه ده
لېــــونـــيان ېې ننداره کړي
څه عجيـــــبه زمــــــانـه ده
تل تقدير باندې الزام کــړي
د سارا دغه بــــانــــــــه ده