د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

29 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

صديق الله بدر د ارواښاد بهادرشاه زوى، په ۱۳۴۸ لمريز كال د ننګرهار ولايت د سره  رود  ولسوالۍ د بر سلطانپور په يوه روحاني كورنۍ كې زوكړى دى.
لومړنۍ زده كړې يې تر درېيم ټولګي پورې پخپل كلي كې او پاتې نورې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې تر لسم ټولګي پورې د كابل د سيدجمال الدين په لومړني ښوونځي، د پنځه سوه فاميليو ښوونځي، د خيرخانې او عمر شهيد په ليسو كې بشپړې كړې دي. تر هغه وروسته يې د مخابراتو په تربيوي مركز كې مسلكي زده كړوته مخه كړې او په ۱۳۷۰ لمريز كې دغه زده كړې يې د اقتصادي ستونزو له كبله، د وروستۍ ازموينې په درشل كې نيمګړې پاتې شوې او په نظامي برخو كې يې رسمي دندې ته مخه كړه. د۱۳۸۱لمريز په لومړيو كې يې تر ازموينې وروسته له نوموړي مركز څخه د راډيو او تلوېزيون له څانګې د څوارلسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه كړ.
بدر له وړوكوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده، خو لومړنى شعريې په اتلس كلنۍ په ۱۳۶۶ كال كې ليكلى دى، چې يو بيت يې دا دى.
د زړه وينه مې د هغو ګلو رنګ دى
په وږمو يې چې ناارام زړګى قرار شي
د لومړي شعر تر ليكلو وروسته مطبوعاتو ته يې مخه كړه او له هغه وخت نه تر اوسه ګڼ شعرونه، لنډې كيسې، په پښتو او دري ليكنې ( ادبي، څېړنېزې او سياسي) چاپ شوې دي.
بدر له ۱۳۸۱ نه تر اوسه پورې په كليد ګروپ كې په ژورناليستكي هڅو بوخت دى او د ۱۳۸۴ لمريز كال له نيمايي تر دې دمه پورې د كليد اوونيزې مسوول مدير دى. كليد اوونيزه يوه ټولنيزه، سياسي او خپلواكه اوونيزه ده، چې له كابل نه خپرېږي.
سربېره پر دې نوموړى په افغانستان كې د نړيوال ژورناليزم د مركز، د جنوبي اسيا يا سارك ټولنې د غړو هيوادونو د ژورنالستانو د ټولنې، د شاد كره كتنې د ټولنې د رئيسه هئيت او د خوشال فرهنګي ټولنې او د افغان ادبي بهير غړيتوب هم لري.

د بدر چاپي اثار دا دي.
- د غشو تنده: شعري ټولګه، ۱۳۷۷ چاپ
- ستا به خوښه شي كه نه؟: د ځوانو شاعرانو تذكره، ۱۳۷۷ چاپ
- آئينه: د دري ژبو ليكوالو د لنډو كيسو غورچاڼ: سريزه او راټولنه، ۱۳۸۱ چاپ
- نامتو څېرې: په پښتو او دري، لومړى ټوك ۱۳۸۲چاپ
- د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو ټولګه، لومړى ټوك، ۱۳۸۲
-  د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو بشپړه ټولګه( لومړى او دويمه ټولګه)، ۱۳۸۴
- تته كړيكه: د لنډو كيسو ټولګه، ۱۳۸۵

ناچاپ اثار:
د علامه رشاد ژوند او اثار
نامتو څېرې، دويم ټوك
د شعرونو دوې ټولګې
د لنډو كيسو دوې ټولګې
د لونګو دريڅې: د پښتو معاصر شعر ارزونه او پېژندنه
څېرې او مركې: د پښتو د معاصرو پېژندل شويو ليكوالو او شاعرانو د مركو ټولګه
ګلونه، ګلووييونه: د ادبي او څېړنيزو ليكنو ټولګه

دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

مينه

ستــــړى ددې ژونـــــد لـــه هـره چاره يم يار مې شته عجيبه ده بې يــــــاره يـــــم  بيا بيا چې دا ستا لمـــــــنه نيــــــسمــه عشقه تا ايستلى…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

لويه خدايه

لويه خدايه لويه خد ايه ستا په مينه په هر ځايه غر ولاړ دى درناوى كې ټولې ژوي په زارۍ كې ټول په مينه عبادت…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

وېره اوكركه

موږ چې واړه وو له تيارې او تورې شپې وېرېدو ځانله يواځې كور نه، نه وتلو بس وېرېدلو هسې، شپې نه مو كركه كېده غوښتل…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

خوني محل

سترګې دې شوې ډكې له ژړا پـــه څـه ميــــنې دادې وكــــــړلــــه ښيـرا په څه   لاړې چـــــې جـــونګړې د ښكلا وو ته راغلې دې خــــونــي…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

خوارې سترګې

دا خـــــو د نـــاكـــامــې مينې چارې دي اوښكې چې په ستــرګو لارې لارې دي   مينه چې زما ورتــــــه درنـــــه نـــه شــوه دلته د خوارانو…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

د ارمان رضا

چــــې دې خنــــداتـه عشقه ما كړې ده ووايـــه داسې ژړا چـــــــــا كـــــــړې ده  مــــــــــــادې ژړاتــــــــه ژړولــــــــې ژړا تا مې ژړا باندې خـــــــــندا كـــــړې ده مه…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

پته

عشقه بلا دې واخلم مينه كې تا سره مې ځان ورك كړى رانه جانان ورك شوى                        درنه يې پته غواړم *** كله ماشوم چې…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

سترګې او رانجه

تا خو وې راځه چې نور              د سترګو لار                           بدله كړو داسې چې وه ګرانه بيا دې         ولې؟               سترګې تورې كړې.…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

غزل

سترګو نيولى چــــــــې د نـــــم لاس دى د زړه په تار مې ايښى غــــــم لاس دى  مينه كې عشق او جانان ګـــــرم نه ګڼم دې…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

د خوب كوترې

سترګو ته نه راځي د خــــــــوب كـــــــوتـــرې برند په بڼو د شوګير بــــــــاز نـــــــــاست دى د چا به مينه وي لـــــــــه ښــــــــــكلوســــــــــره زما په زړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

حق

منم چې ما سره دې نه رغېږي خو دا ته نه يې ته راته ګرانه يې ډېر درسره مينه لرم او زړه مې غواړي هر…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

وېره

د ماشومتوب هغسې يوازيتوب               او شپې نه                               كركه لرم يوازيتوب او               شپه ده                          چې زړه كې                                       وېره                                                كري.

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

د كابل غم

په كابل ښاركې د وږي د مياشتې د 14 نېټې د چاودنې او د بي ګناه ولس د شهادت په وير كې د كابل غم…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

ښاپېرۍ

ولې حيرانېږې چې درګورم بسم الله وايم تا مګر دا نه وې : ښاپېرۍ يمه 1381-5-18\19

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

پېژندګلوي

يو اشنا درپېژنمه چې له خپله ځانه ورك دى سخته ډېر نه شي زغملاى په خوى كروړ په زړه نازك دى ***  هره ساه يې…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

انتظار

زه انتظار كه هغه ماوژلى شپې نـــــــه راغــلم سترګې مې وپوښته ځواب راته سهاره راكـه   مين په وركو لارو مــــــــــزل مـــــنزل دى زمــا بدره…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

د مينې توري

ناز دې اخلي مې جانانه ادا څـــــه كــــــړې ارمان دا دى مينه وكړې كله نـــــــه كــــړې   هجر مخ نه پلو واخــــــــلي كــــــــله كـــــــله لكه…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

بيت

زړه ته مې ستا د راتلو زيرى وركړ چا راته وې سترګو دې بار نيولى

بشپړ شعر ولولئ ←