د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

لويه خدايه

لويه خدايه لويه خد ايه

ستا په مينه په هر ځايه

غر ولاړ دى درناوى كې

ټولې ژوي په زارۍ كې

ټول په مينه عبادت كې

يو هميش دې په طاعت كې

زموږ زړونه كړې روښانه

ته اى لويه عالي شانه

دا تورتم زموږ رڼا كړه

دا ژړا زموږ خندا كړه

زړه له زړه سره اشنا كړه

بې مينې وركه دنيا كړه

چې شو مينه سر تا پايه

لويه خدايه لويه خدايه

****

چې خوشاله مو شي زړونه

ترې په تله شي ټول غمونه

د وفا نوم را ژوندى كړه

دا خزان مو پسرلى كړه

چې په كارتل د يو بل شو

دا پردي نور سره خپل شو

چې پردي نور له ژړا شو

څومره ښه چې په خندا شو

اى په هر څه كې نمايه

لويه خدايه، لويه خدايه

په يوه لار چې په تله شو

يوه ژبه يوه خوله شو

چې شو يو د بل په مينه

توې د يو بل نه كړو وينه

كلكې خپلې ارادې كړو

زړه نه لرې وسوسې كړو

چې منزل ته په مزل شو

يو د بل د لارې مل شو

داسې وخت راولې خدايه

لويه خدايه لويه خدايه 

ګرديز- پكتيا

1370-4-18\19

د شاعر نور شعرونه ←