د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

د خوب كوترې

سترګو ته نه راځي د خــــــــوب كـــــــوتـــرې

برند په بڼو د شوګير بــــــــاز نـــــــــاست دى

د چا به مينه وي لـــــــــه ښــــــــــكلوســــــــــره

زما په زړه د ښكـــــــــلو نـــــــــــاز ناست دى

جانان په دې خپه چې غــــــــــږ نــــــــه كــــوم

زما له چيــــــــغو نــــــــــه اواز نـــــــاست دى

ساز مې د ژوند د ښكلا جوړ دى چې پرې

داسې مې عــشق په زړګي ساز ناست دى

چې خــــــــــوشالي مخ په سالو كې نغاړي

پټ  پر زړګــــــي د غـــــــم غماز ناست دى

لاس په دعــــــا د ميــــنـــــــــې رب تــه بدر

ستا د ښايست پر جاى نماز ناســت دى

1378-3-3

د شاعر نور شعرونه ←