د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

غزل

سترګو نيولى چــــــــې د نـــــم لاس دى

د زړه په تار مې ايښى غــــــم لاس دى 

مينه كې عشق او جانان ګـــــرم نه ګڼم

دې كې زمـــــــا د زړګـــي هــم لاس دى

دا يو درواغ بـــــه درتـــــه هــــــم ووايم

چې د رښتــــيا راسره ســـــــم لاس دى

چې د ولس د لاس ښكلا يې جام دى

پر دې مالت تېركړى جــــــــم لاس دى

چې رسېدلي دي د وخت ګـريوان ته

دې كې يوازې زمــــا ګــــرم لاس دى

بدره ماشومه ميــــــــــــنه ژاړي راته

جانان پټ كړى تريــنه مم لاس دى

1378-3-2

د شاعر نور شعرونه ←