افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
وېره اوكركه
موږ چې واړه وو
له تيارې او تورې شپې وېرېدو
ځانله يواځې كور نه، نه وتلو
بس وېرېدلو هسې، شپې نه مو كركه كېده
غوښتل مو دا چې: دغه شپه هم ورځ واى
خو هسې كله كېده او هسې كله وشو
زموږ په دې وېره وه
چې په تيارو كې د شپې
كوم څه خوړونكي او داړونكې بلا ګانې وځي
لكه شيشكه، لكه مار او لكه تور وهمونه
او موږ په دې وېرېدو ، شپې نه مو كركه كېده.
خو اوس
اوس مو له شپې سره ورځې نه هم
كركه كېږي
هسې په ځان وېرېږو، زموږ وېره كېږي
او په ډاډه زړه ګرځېدلى نه شو.
1369-6-4