د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

خوني محل

سترګې دې شوې ډكې له ژړا پـــه څـه ميــــنې دادې وكــــــړلــــه ښيـرا په څه

 

لاړې چـــــې جـــونګړې د ښكلا وو ته راغلې دې خــــونــي محل ته بيا په څه

 

ياره ستا خو زلـــفې وې پـــرمـخ پرتې دا شـــــولــــه پيـــــدا دلـــته رڼـــاپه څه

 

دا خو هم تــــه وګڼـــــه چــــې څــه وشو اوښكې راغلې سترګو ته زمــــاپه څه

 

بدره چې دې نه غوښته خـــيالـونو كې بيــــا دې ورتـــــه وويــلې اشنا په څه؟
د شاعر نور شعرونه ←