د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

42 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

 نوم مې بختيار او تخلص مې تلاش، د ميرغلام تلاش زوى له نن نه شل کاله وړاندې د کامې ولسوالۍ د ارباپانو په قريه کې زېږېدلى يم چې اوسمهال د جلال اباد ښار د عيدګاه جومات تر څنګ مېشت يم ، په ١٣٩٠ لمريز کال کې د عبدالوکيل له لېسې څخه په ښه درجه فارغ شوم په ګڼو ژورنالېستيکو ورکشاپونو کې مې ګډون هم کړى ، تر اوسه مې يوه د ټپيزو ټولګه چې ( په زړه مې ته وې خداى رانه کړې) د چاپ په پار ښکلې شوې ده او دوه ناچاپ اثار لرم،چې يوه پر کتابونو باندې تبصرې دي ( کتاب پېژندنې) او يو ژباړل شوى ناول دى، لنډې کيسې هم ليکم او تر ډېره مې ژباړلي دي، ښايسته ګڼ شمېر شعرونه هم لرم،خو د شعرونو د چاپ لپاره مې لا څه پلان نه دى نيولى،همدارنګه له ګڼ شمېر ويب پاڼو سره همکاري هم لرم، چې وخت ناوخت ورته ژباړې،شعرونه او ادبي ليکنې ورلېږم، په ختيځه سيمه کې له ( سيمه) مجلې سره هم همکاري کوم، چې وخت ناوخت ورته ځېنې سياسي ليکنې هم ليکم.

دمګړۍ په ننګرهار کې له يوې شخصي راډيو سره دنده لرم.

د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

 څومره په سختۍ راغلم ستا کلـــي ته څومره د خپل زړه راته صفت کــــــوې ما خودرته ويلي وو راځه چې ځــــــــــو ته  نادان خانۍ  سره…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

تاته دعا جانانه  ځانته به ښېرې کومه سپېڅلي مرګ ته به د ستړي ژوند کيسې کومه دا ستا لپاره مې د هر دله زړګى ساتلى…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

اختره

اختره اوس دې په لېمو ښکلوم  اوس دې جانان غوندې په زړه کې ساتم  اوس مې هېرېږې کله  ځکه چې ته راغلې جانان پخلا شو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

ايمان

 زما د زړه درزا به نه اورې خو  دومره مې ولوله او  وامې وره چې په زړه نري،نري دردونه په لاس کې ستا د نوم…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

تاته

زه مې له سترګو نن د اوښکو امېل  د خپل جنون په تاو وهلو لمحو تاته دا ستا لپاره د زړه ګي  هر خبر په…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

د مور ژړا

 زما د مور په سترګو چې کله راشي ژړا هغه تربوره ښځه ورته چک چکې وهي اوس مې هغه تربوران چې به پر مونږ خوشال…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

دروح جنازه

اوس نو د روح جنازې په سپين سحر له دغه کلي وځي خو زه مې  د خپل زړګي جنازه نه وباسم په انتظار يې يمه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

رفيع الله روشن ته

 هغه دې اوس هم لا په تمه ناسته په ښېرو نه په دعاګانو باندې د زړه تسل وينځي  ستا په نامه د ګردې نړۍ  له…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

ښايي چې هېر دې کړمه

ښايې چې هېر دې کړمه  ښه دې وکړل  مرګ دې راکړ هسې د ژوند په دې بيديا کې درته  لکه د خړ ګلاب  په څېر…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

سيپارې پسې قران

زه د ګناه په سر ګناه نه اخلم  چاته دروغ نه وايمه سپينه وايم  په خپله اوښکه کې دا نه ځايوم چې د سپېڅلې مقدسې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

مورجانې نظم

مورجانې صبر کوم غم تېــــــــروم  په حوصلو سره هر دم تېــــــــــــروم  مورجانې نور نو ګناهونه نه کـړم نور مې دا پاتې عمر سم تېـــــروم  …

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

منار

نن می دزړه په هغه دنګ منار کی یو څو درزونه وليد لکه چه بیادی پری ډیر ظلم کړی هریو آرمان او هر اميد دی…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

 تاچې خفه کړمه يارانو مې هم پرېښودمه د چم ګاونډ خپل او خپلوانو مې هم پرېښودمه سترګې مې ډکې د ژړا په پور تړلى ژوند…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

په لپه کې مې واورې دي په لپه کې ګلان شيندلى مې جانان راته خپل لپه لپه ځان ها شين منګى به نور په دغه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

 اوس به د زړه کله په زړه باندې باور را نه شي زړه ته راټول شي خو دزړه تل ته اکثر رانه شي له پېشنمي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

په طلايي پاڼې مې داسې ليکل نه غواړمه چې بېوفا يې دروغجن يې فرېبکار ياره سندرې ووايه،ټپې په لاله زار ووايه په زړه مې ښې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

نه د ارمان په لټه يم، نه د جانان په لټه له ځانه ورک يمه،لګيا يمه د ځان په لټه نن دې يوه خبره کړې،…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

غزل چې ليکم ستا له مخه رياضــــــــــــــــت کومه پير مې يې، مير مې يې جانانه ستا خدمت کومه د زړه قاتله زه دې دومره مـــــــينه…

بشپړ شعر ولولئ ←