افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اختره
اختره اوس دې په لېمو ښکلوم
اوس دې جانان غوندې په زړه کې ساتم
اوس مې هېرېږې کله
ځکه چې ته راغلې جانان پخلا شو
ځکه چې ته راغلى جانان هم راغى
اوس به دعا درته په لپو کوم
اختره زه خو در نه ډېر خوښ يم
خو
نه پوهېږمه چې نور څنګه دي
اختره وايه کنه!
نور خو څه نه وايي چې ولې راغلې؟
تانه خفه خو نه دي؟
اختره وايه کنه!
څه وايي جامې نه لري؟
کنه،پلارجان يې مړدى مور يې مړه ده
خور يې مړه ده
اختره!
ورشه ورتر غاړې وځه
او ټول په خپله غېږ کې کلک ونيسه
اختره! وايه ورته
راځئ له غمه تېر شئ
له ډېر ماتمه تېر شئ
زه فقط درې برخې يم
چې له ډېر لرې نه راغلى يمه
ماهم په خپل ځان پورې کلک ونيسئ
ماهم له ځانه سره ځان کړئ
ماهم له ځان سره جانان کړئ
اختره!يوځل ورته داسې وايه
چې زه نور څوک نه لرم
که يې لرمه هغه تاسې ياست
چې په زړګې کې مې تل پاتي ياست
بختيار تلاش
د کوچني اختر دويمه ورځ