افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
مورجانې نظم
مورجانې صبر کوم غم تېــــــــروم
په حوصلو سره هر دم تېــــــــــــروم
مورجانې نور نو ګناهونه نه کـړم
نور مې دا پاتې عمر سم تېـــــروم
مورجانې نور راپسې تل دعاکـــــړه
نور مې دظلم دورې نه ستايـــــــــمه
مورجانې ستا له پاک نامه نه قربان
نور به دې بې اودسه نه ستايـــــــمه
مور جانې څومره بختــــــــــوره يې ته
هرڅوک دعاکې لومړى تــــــا يادوي
مورجانې څومره دا ستانوم خوږ دى
که وي څوک غم کې خوهم تا يادوي
مورجانې زه به دا دعا کومــــــــــــــــه
چې ته زما له خوا نه لېرې نه شـــــې
مورجانې پت يې ته عزت د ژوندون
دنيا وجنت کې رانه لېرې نه شـــــــې
مورجانې ستا له هرقدم نه ځار شم
ستا هر قدم لاندې جنت پــروت دى
مورجانې ستا للو للو نه قــــــــــربان
ستا دې خبرو کې الفت پـــروت دى
مورجانې بيا يو ځلې راشه کــــــــــنه
چې مې ژوندون يو ځلې بيا راشــي
مورجانې راشه ګينې مړ به شــــــمه
که چېرې رانشې نومرګ به په رښتيا راشي