د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

دروح جنازه

اوس نو د روح جنازې

په سپين سحر له دغه کلي وځي
خو زه مې 
د خپل زړګي جنازه نه وباسم
په انتظار يې يمه
ګويه چې راشي
که مې و وينې او په مړينه مې لږ
د خپل زړګي  
د مينې بندې دريڅې خلاصې کړي
که څه هم  
زه خو به مړيمه خو 
خاورې به مې ارام ومومي.
د شاعر نور شعرونه ←