د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

 څومره په سختۍ راغلم ستا کلـــي ته

څومره د خپل زړه راته صفت کــــــوې

ما خودرته ويلي وو راځه چې ځــــــــــو
ته  نادان خانۍ  سره غربت کـــــــــــوې

زه د مينې نوم ځېنې نفرت لــــــــــــــــرم
ته راسره ولې مـــــــــــــــــحبت کــــــــــوې

اوښکې په پيـــــــــــــــالو کې درته اړوم
ته يې شماره ته به عدالت کـــــــــــــــوې

وه جانانه! څومره بې ايمـــــــــــانه شوې
ولې د تلاش سره غلفت کـــــــــــــــــــوې
د شاعر نور شعرونه ←