د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

سيپارې پسې قران

زه د ګناه په سر ګناه نه اخلم 

چاته دروغ نه وايمه سپينه وايم 
په خپله اوښکه کې دا نه ځايوم
چې د سپېڅلې مقدسې مينې 
هر يو ارمان زما ايمان او جانان 
خو 
د زړه وينا مې نن بدلې ښکاري 
چې سيپارې پسې قران ختم کړي
زړه مې په غټه تېږه کېږدمه
خپل ځان هېر کړمه خو
د چا په مينه په معصومه څېره
د زړه کتاب په څو څپرکو ويشم 
اخرنى څپرکى ورځېنې 
بيا هم ستا لپاره 
 تا ته ځانګړى کړمه
خو 
نه پوهېږم 
چې پکې ستا کومې 
ناکردۍ لپاره ځاى ورکړم  
  عنوان ورکړمه

١٣٩٠-٣-١٩ 
صفا راډيو 
جلال کوټ
د شاعر نور شعرونه ←