د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

منار

نن می دزړه په هغه دنګ منار کی

یو څو درزونه وليد
لکه چه بیادی پری ډیر ظلم کړی
هریو آرمان او هر اميد دی زما
لکه چنګیز غوندی په توره والی (وهلی )
خیر زه خبر نه ومه
چه می دژوند هره لحظه
داسی ټکری لری
بیا به په خپله مینه ویاړ ونه کړم
نور به په خپل ژوند افتخار ونه کړم
دا به هم هیر کړمه چی
ماهم یو وخت چاسره مینه کړی
دیوچا  زه جانان وم
پر یو چا زه ډیرګران وم  
خو
اوس
هغه وختونه لاړل
بس اوس یواځی یمه
ګرانی اوس هره لمحه
دخپل زړګی درزا می
په خپل غوږونو اورم
چی تل فریاد کوی
په دی خبره باندی
له خپل زړګی سره په جنګ شمه
ما به وی صبر وکړه
چپ شه یاره
یوه لار شته دی کنه
هغه وی کومه لاره
ورته می وويل چی
د زندګی د پرېښودلو لاره !
جلال اباد ښار-صفا راډيو 
 
١٣٨٩-٨-١١ ماسپښين
د شاعر نور شعرونه ←