د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

30 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ستوري دادب په اسمان کې ، نومي کتاب کې سالک دځان په اړه داسې وایي : 
 زمانوم مصطفی سالک دی ، ارو ښاد پلار مې سیداجان سالک نومېده ، کوم وګړي چې دملیت په وړاندې قام غوره ګڼي یوسفزی مې بللی شي . دزوکړې ځای مې دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دکنډیباغ قریې دقاضیانو کلی دی ، دپیدایښت ټاکلې نېټه مې لا راته نه ده معلومه . دتذکرې له مخې په ۱۳۵۸ ه ش کال کې یوکلن وم ، خونه وم ، ځکه چې ښوونڅي ته دتللو وړ وم ، تذکره مې ترهغې دداخلې په لاره کې خنډ وه ، چې دننګرهار په مستوفیت کې له یوکلنه اووه کلن شوم ، پروا نه کوي دسړیو فطرت دعمر ډېر څرګندول وي ، ګنې ولې به مو هغه مهال ځانته په قلم برېت جوړول . په دې اساس زه ۱۳۵۷ ه ش دخپلې زوکړې کال ګڼم . یو دتره زوی مې عتیق الله نومېږي ، زه له هغه نه څلور ورځې کشر یم ، داځل چې ننګرهار ته لاړشم پوښتنه به ترې وکړم ، که دزوکړې ټاکلې نېڼه یې معلومه وه ، زه به هم دسالګرې ورځ پیدا کړم ، ، بښنه غواړم خبره رانه اوږده شوه . په ۱۳۵۷ ه ش کال ښوونځي ته لاړم ، ایله دویم ته تللی وم ، چې په کلي ولس کې دکمونست حکومت په وړاندې جنډې پورته شوې ، همدغه دلښکرونو دزمانې پیل دښوونځیو پای شو پلار مې ټوپک راواخیست ، خو په کورکې یې زه له کتاب او قلم سره اشنا کولم څو کاله په وطن کې و ، درته به څه ووایم په اور کې ژوند و ، باور وکړه ، چې هغه زمانه اوس هم کله دیوه تندریز کړنک زما دذهن دمنځني ګنبد په حافظه کې محفوظه ده پر ۱۹۸۲ میلادي کال پېښورته راغلو ، دمنځمې زده کړې دخلا غچ مې مې واخیست او ښوونځی مې له شپږم ټولګي پیل کړ ، دلېسې پر مهال مې دعربي او انګلیسي ژبې کورسونه هم ولوستل ، په ۱۳۶۸ کال له لېسې فارغ او د دعوت و جهاد پوهنتون دادبیاتو پوهنځي محصل شوم . پر ۱۳۷۲ له پوهنتونه فارغ او هم هغلته اسستانت استاد شوم . په ۱۹۹۵ کال کې مې د پېښور پوهنتون د پښتو ادب دماسترۍ سند تر ګوتو کړ او د ۱۹۹۷ م کال دفبرورۍ میاشت وه ، چې په پېښورکې مې د بي بي سي دتعلیمي ادارې له پښتو برخې سره کارپیل کړ .
 
 دسالک ګڼ شمېر اثار هم خپاره شوي ، چې دبېلګې په توګه یې یوڅو دلته یادوو :
 دطاووس بڼکه -- شعري ټولګه
 سندریزې چینې - شعري ټولګه
 منشور - کره کتنه
 وخیمه ما از سایه همابود - فارسي شعري ټولګه

ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

مـــــونږه ژوندۍ کــړه بيا د مــينې فلسفه ملګرې وخــــت ته به يـــادوي زمــــا او سـتا کيسه ملګرې روڼ حـــقيقت د زندګـــۍ راتـــه دروغ ښکاره شي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

نه حــــــقـــــيقت او نـــــــه مجاز غـــواړم د خـــــــپل وجـــــــــود درنه جواز غواړم ولې مې ذوق غوندې په منډه درومي؟ زه د فـــــــــطرت د زړګــــي راز…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

د روح پــــه بـاغ مــــې راوريــــــږي جانان په هـــــر يو ستوري کې موسـيږي جانان حسن يــــې بوج شــــــو په نازکه ځوانۍ د هـــــر يـــــو ناز…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

 څومره که اسانه ده ته چې نه یې ګرانه ده   ناز پر لاره یون کوي کومه خواروانه ده   خدای رالورولې ده برخه له…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

ګوره څه او څه وایې  ټولې مې دزړه وایې داغ به دې په زړه کې شي ولې راته نه وایې عقله شونډې بل څه دي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

په خپلو ګوتو مې رباب و لوست ما د سندرو لوی کتاب و لوست   اوس د جنت مانا ته ځیر غوندې شوم د یوې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

حسنه بس دغه دې یو ویاړ وګڼه ته چې زړګي د پښتانه ته راځې   د لېوني زړه نه خبر یې زما جانانه ځکه لمر…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

 د نرګس  ډکې پیالې وې زه او ته وو منتظرې زمانې وې زه او ته وو ته سپوږمۍ  وې زه دې شپول له مخه تاووم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

رنګ به شم د شونډو یو حصه به شم مه خانده شاعر یمه لمبه به شم   څه وشو که کاڼی د صحرا شومه ستا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

ط؛ط²ظ„ ( ط¯ع†ط§ ط³طھط±ګې)

ط¯ ع†ط§ ط³طھط±ګې ظ…ې ظ¾ظ‡ ط²ړظ‡ ع©ې ظ„ط§ط±ظ‡ ګظˆط±ظٹ ط³ظ†ط¯ط±یط²ې ع†یظ†ې ط؛ط±ظ‡ ع©ې ظ„ط§ط±ظ‡ ګظˆط±ظٹ ط³طھط§ ښط§یط³طھ ظ…ې ظ„ظ‡ ظˆط¬ظˆط¯ ظ†ظ‡ ط¨ظ‡ط± ظ†ظ‡ ځظٹ ط¯ط§…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

دردانې غواړي چې ستا د غاړې هار شي ستوري هم تمه لري چې دې مدار شي دا ته هسې سپین تندی په کاڼو ولې دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

د چا د شونډو تصور د خیال له طوره ښکاري  هره غوټۍ د پسرلي نن راته حوره ښکاري    ښکلا که نه وای تصور د…

بشپړ شعر ولولئ ←