د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

 څومره که اسانه ده

ته چې نه یې ګرانه ده
 
ناز پر لاره یون کوي
کومه خواروانه ده
 
خدای رالورولې ده
برخه له اسمانه ده
 
څنګه یې هېر کړی یم
ماته چې لا ګرانه ده
 
مینه یې بې توله ده
ځکه بد ګومانه ده
 
ښکاري د مرمروبت
زړه کې مسلمانه ده
د شاعر نور شعرونه ←