د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

ګوره څه او څه وایې 

ټولې مې دزړه وایې

داغ به دې په زړه کې شي
ولې راته نه وایې
عقله شونډې بل څه دي
اورته هم اوبه وایې
زه اوس لېونی یمه
دا راته له زړه وایې
ماته غزل څه راکړل
ته هم راته ښه وایې
بل څه دې په زړه کې دي
نور څه دې په خوله وایې

خوښ مې کړ غزل خلکو
ټول خواږه خواږه وایې
د شاعر نور شعرونه ←