افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
رنګ به شم د شونډو یو حصه به شم
مه خانده شاعر یمه لمبه به شم
څه وشو که کاڼی د صحرا شومه
ستا په ننداره کې آ ئینه به شم
ته ویل په کار وودلته تاسو نه
داسې راته مه وایه خپه به شم
ګورم جفاګانې، مقامونه دي
اور ومه، انګار شومه ایره به شم
زه به دې مجاز شمه چې پورته شې
ستا او دخالق تر منځ زینه به شم
لږې بس له مخه زلفې واړوه
رقص به درته وکړمه زره به شم