افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نه حــــــقـــــيقت او نـــــــه مجاز غـــواړم
د خـــــــپل وجـــــــــود درنه جواز غواړم
ولې مې ذوق غوندې په منډه درومي؟
زه د فـــــــــطرت د زړګــــي راز غـــــواړم
ټــــــــپې به خپل ګـــــودر نه ټولې کړمه
تــــــــش د داود غــــــوندې اواز غواړم
انــــــــــجام به راشـــــــي مرحله ده د ﻻر
بــــــــــــس حــــافظه د خپل اغاز غواړم
لفظونه ګونګ شو مـا چې ته ستايلې
نــــــور مې د روح لــــه تاره ساز غواړم