افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دردانې غواړي چې ستا د غاړې هار شي
ستوري هم تمه لري چې دې مدار شي
دا ته هسې سپین تندی په کاڼو ولې
دا هنداره ده ، یو وخت به
دې پکار شي
ویده لمر به څه درانه
خوبونه ویني
چې شبنم د ګل پر پاڼو باندې
بار شي
دا ساړه ساړه بادونه څه پېغور کا
ګل به غېږې له راځي ، خو چې بهار شي
په ښکاره له خندا شین ، د ننه سوزم
طبیعت مې د قاضي بابا چنار شي
چې هر ستوری ورته خپله رڼا لارکړي
دا سړی واعظه څنګه نو په لار شي