د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

 د نرګس  ډکې پیالې وې زه او ته وو

منتظرې زمانې وې زه او ته وو

ته سپوږمۍ  وې زه دې شپول له مخه تاووم
راته ویښې به داشپې وې زه او ته وو

د نظر د جنګو لو اورته ناست وو
ګام په ګام به میخانې وې زه او ته وو

برګودر لکه نګین د مازیګر و
د رنګونو سلسلې وې زه او ته وو

ستا د شونډو رنګ زما شونډو اخیستی
رانه ماتې به پیالې وې زه او ته وو

ته زما اوزه به ستا په ننداره وم
مخامخ به آئینې وې زه او ته وو
د شاعر نور شعرونه ←