د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ممتاز اورکزی

د ممتاز اورکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

نوم ممتاز الرحمن 
ادبی نوم- ممتاز اورکزی
د پلار نوم -نور اصغر 
ممتاز اورکزی په ۱۹۷۲ کښی په دی دنیا کښی سترګی غړولی دی ابتدای تعلیم یی په خپل کلی توره وړی کښی حاصل کړی دی او لسم یی د ګورنمینټ های سکول داوابه نه کړی دی دولسم یی د ګورنمینټ هایر سینکنډری سکول خیبر بازار پیښور نه کړی دی د شاعری سره یی مینه له وړوکوالی نه وه په څلورم پینځم ټولګی کښی وو چې شعر به یی لیکو خو د ۱۹۸۶ نه یی ښه پخه شاعری شروع کړی ده ممتاز اورکزی صیب زیاته ناسته د حمزه بابا او قلندر مومند سره هم کړی ده او په دغی باندی خوشحاله نه بلکښی فخر پری هم کوی د تیرو اتلسو کالو راسی د مسافری شپی ورځی د دوبی په خاوره تیره وی او د پښتو ادب خدمت یی پکښی هم ملا تړلی ده په پاکستان کښی د پښتو ادبی چمن ټل غړی دی او په دوبی کښی یعنی متحده عرب امارات کښی د اماراتو پښتو ادبی ټولنی صدر دی ۰
چاپ اثار یی دوه دی 
۱ -- بنګړی بنګړی وعدی 
۲--د زمکی آسمان 
دریمه شاعری ټولګه هم چاپ ته تیاره لری انشاالله ډیر زر به چاپ شی

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

47 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

چې په ناز پــــوه، په
ادا پــــــوه ده او
بـــانې هــــم ورځي
رضــــا یې نـــــده
ګڼــــــه چـــل د
یــــارانې هــــم ورځي

تقواپرست مـزاج مې مستې
ســـــترګې هـــم
خــــوښوي
وېــــرېـــږه مــه
ســـــاقي اداب د
میخـــــانې هـــم ورځي

څه په چل چل یې ځان
راګران کړ راته ګرانه یې
کــړه
څه پوهېــــدم چې دې
ســـــاده ته دا کانــې
هـــم ورځي؟

زما د خیــــال ساتلــــو
اوس هم دعــــــوه
ګیـــردی هغه
چاته پرهرقــــدم چـــې
خیـــــال دزمــــانې
هــــم ورځي

دې ساندې ساندې ژوندکې
خوله د«ممتاز» نه 
جــوړېږي
خــــــدای به وخت راولي
ممــــتاز ته تــرانې هـم
ورځي.
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

په کـــوم راتلــــونکي
انتظار کې دې ولاړ پــاتې
کړم؟
شوخـــه زړګیــــه په
انګار کې دې ولاړ پـــاتې
کـــړم

د مـــړاوو
ســـــترګـوتصــــوره زور
دې خـــــود منمه
تلم میـکـــدې ته
نیمــــه لار کې دې ولاړ
پـــاتې کـــړم

له مـــا نه مخکې خلک
شـــته خــو حـرکــت نه
کـــوي
ژونـــده د مــــړو په 
قطـــار کې دې ولاړ 
پـــاتې کـــړم

د غــــره ســـړی یــم
اوس د تېښتې لارهــــم
نــه پېـــژنم
رادې وســتم پـه ډک بــاز
ار کې دې ولاړ پـــاتې
کړم

کومه خوله دې شـــکر ته
راوړم د «ممـــتاز»
خاونده؟
چې ټیټ شم ګل ښکل کړم
بهارکې دې ولاړ پاتې
کـړم.
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

دشپو، ورځو په نامه
راســــره کــېږي
مسلســـل یــوه دوکه
راســـره کــــېږي

دساده زړه تســـلۍ ته
خـــو پــــوره ده
که په نیمه خوله وعـــده
راسره کېږي

شته کردار دنیمه خوا مینې
مې ژوندکې
مکمـــله ډرامــــــــه
راســــره کــــېږي

که مې سـترګه رپي، رپي دې
ته لاړې
اوس به کومه حــادثه 
راســـره کېږي؟

څه مـوده چې چانه پټ
ســاتم زخمونه
څــه مــــوده یې یارانه
راســـره کېږي

نن سبا راته هرڅه
تمـــاشــه ښـــکاري
نن سبا داتمـــــاشه
راســـــره کـــــېږي

نا اشـــــنا لارده تنـها
درومـم «ممتازه»
خـــامخا بـه څــــه کیسه
راسـره کېږي.
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

انداز پرســــتوکې مو
هـــم بې انــــــدازې
کـــــــړیدي
ماپه زړه کـــړي زړه پرما
بانــــدې مــزې
کــــړیدي

مړی خـونه وم چې پریوځــل
جنازې خـــوندي شوم
ما د ژونــــدي ځـــان
بلا ډېـرې جـــــنازې
کـــــړیدي

یا مې په مـړه انګار
ســـېزې، یادې زیاتي
پرېښـــوده؟
دا په کــوم خیــال دې
رخسارونه بې غـــازې
کړیدي

رښتیا ویل غــواړم خو
داجــــرئت له کــــومه
راوړم؟
ما خومخــــونه کــړي،
ماخــــومـــــلازې
کـــــړیدي

«ممتازه» زړه مې برېښ کوي
چې پکې ډزې کیږي
پدې دروکـې خو
شپــــــــېلیو
انــــــګازې کـــــړیدي.
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

مخـونه ډېــرو ته مې ځای
شـوې په غـزل کې اخر
پړاو خـــو وي کنه پـــه
هریـــوه مـــــزل کې اخر

غـــوټۍ به څـو پورې
خوشـــبو د چانه پټه
ســاتي؟
د تا ښایست به
محسـوســېږي چـــاپېرچـل
کې اخر

دا خــــو یوه نیمـــه
خـــبره دزړه تـل تــه
لـــوېږي
سیپۍ به څــو
ګوهـــرسـاتي د زړه په تل
کې اخر

زمـــا باور د تا د
چــــل خـــامۍ پرېښــودې
نــدي
څنګه کېدی شي چې خامۍ نه
وي په چل کې اخر

«ممـــتازه» وینـې موپه
سمــه په غـــره وبهــېدې
اوس دافســوس حـرفــونه
واخلــوپه بدل کې اخر.
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

تصوير جوړيږي چې رنگونه
سترگې وغړوي
نغمې خوريږي چې تارونه
سترگې وغړوي

په تش کتو ما سره جنگ مه
کوه ستړی به شې
تاته به خانه اولسونه
سترگې وغړوي

د سر په سترگو به ليدل د
زړونو خوند ونه کړي
بايد چې زړونو ته خو
زړونه سترگې وغړوي

ښکليه د څو گلونو منځ کې
لږه پښه ونيسه
ښکليه چې مخ ته دې گلونه
سترگې وغړوي

ممتازه چا چې په وخت
سترگې غړول نه غوښتل
د هغه چا به هم وختونه
سترگې وغړوي .

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

منم چې زه يې د جانان له
سره ځار هم نه کړم
خو محبت خو زه د بل څه
کار و بار هم نه کړم

څومره د ځان څومره په ځان
دي پدې ښار کې خلک
خپلول پرېږده لا تر اوسه
چا ازار هم نه کړم

ډېر تومتونه د يارانو به
رښتيا شي په ما
ټوکه به وشي هغه يو سړی
که يار هم نه کړم

لرې خبره ده مرگ ، زه
درنه پدې شرمېږم
چې ستا ظالمې جدايۍ چېرته
بيمار هم نه کړم

ممتاز له غره نه هم راکوز
کړمه سر زوريه وخته
اوتر اوتر گرځم بلد دې په
بازار هم نه کړم .

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

تر ملکنډ وزيرستانه
گرځېدلی يمه
پخپل وطن کې ډېر په گرانه
گرځېدلی يمه

ته مسيحا وې خو زه هم په
درد مين وم اشنا
ډېر دې په خوا کې بې
درمانه گرځېدلی يمه

چې ته راځې زه به سلام د
اخيري رکات شم
چې ته راځې زه به جانانه
گرځېدلی يمه

ستا په لټون کې زه بېخوده
ولاړ هم پاتې يم
ستا په لټون کې زه بې
ځانه گرځېدلی يمه

يا زه پاگل وم يا د مينې
لارې قلبې نه وې
ممتازه ډېر پرې په اسانه
گرځېدلی يمه .
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

شپه، ورځ راپسې پورې د
کور ور دی نه راوځم
انسان يم له انسانه مې
خطر دی نه راوځم

چې هېڅ بې هېڅه چاته
راوتمه نن سبا
هغه هم هېڅ بې هېڅه مرور
دی نه راوځم

څه ما واخلي ډېر ژر ستا د
ليدو ظالمه تنده
څه ستا د بې رُخيو ظالم
لمر دی نه راوځم

که نه مې راوباسې د جابرو
په خلاف
مثال مې لکه تيکي کې خنجر
دی نه راوځم

ممتازه يمه خښ د محروميو
په لحد کې
د چا د اداگانو که محشر
دی نه راوځم .
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

دا مشغولا هم لرې که نه
لرې؟
وايه د چا غم لرې که نه
لرې؟

وخو دې خوړم لړم لړم
سترگو
جانه اوس يې دم لرې کنه
لرې؟

زړه بولې د خدای کور خو
رښتيا وايه
لا پکې صنم لرې کنه لرې؟

هاړ د بېوسۍ دی پکې ودې
سوم
ژونده بل موسم لرې کنه
لرې؟

زړه د مينې ډک ممتازه څوک
گوري؟
جېب گوري درهم لرې کنه
لرې؟