د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



تر ملکنډ وزيرستانه گرځېدلی يمه
پخپل وطن کې ډېر په گرانه گرځېدلی يمه

ته مسيحا وې خو زه هم په درد مين وم اشنا
ډېر دې په خوا کې بې درمانه گرځېدلی يمه

چې ته راځې زه به سلام د اخيري رکات شم
چې ته راځې زه به جانانه گرځېدلی يمه

ستا په لټون کې زه بېخوده ولاړ هم پاتې يم
ستا په لټون کې زه بې ځانه گرځېدلی يمه

يا زه پاگل وم يا د مينې لارې قلبې نه وې
ممتازه ډېر پرې په اسانه گرځېدلی يمه .
 

د شاعر نور شعرونه ←