د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



دا مشغولا هم لرې که نه لرې؟
وايه د چا غم لرې که نه لرې؟

وخو دې خوړم لړم لړم سترگو
جانه اوس يې دم لرې کنه لرې؟

زړه بولې د خدای کور خو رښتيا وايه
لا پکې صنم لرې کنه لرې؟

هاړ د بېوسۍ دی پکې ودې سوم
ژونده بل موسم لرې کنه لرې؟

زړه د مينې ډک ممتازه څوک گوري؟
جېب گوري درهم لرې کنه لرې؟

د شاعر نور شعرونه ←