د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



انداز پرســــتوکې مو هـــم بې انــــــدازې کـــــــړیدي
ماپه زړه کـــړي زړه پرما بانــــدې مــزې کــــړیدي

مړی خـونه وم چې پریوځــل جنازې خـــوندي شوم
ما د ژونــــدي ځـــان بلا ډېـرې جـــــنازې کـــــړیدي

یا مې په مـړه انګار ســـېزې، یادې زیاتي پرېښـــوده؟
دا په کــوم خیــال دې رخسارونه بې غـــازې کړیدي

رښتیا ویل غــواړم خو داجــــرئت له کــــومه راوړم؟
ما خومخــــونه کــړي، ماخــــومـــــلازې کـــــړیدي

«ممتازه» زړه مې برېښ کوي چې پکې ډزې کیږي
پدې دروکـې خو شپــــــــېلیو انــــــګازې کـــــړیدي.
 

د شاعر نور شعرونه ←