د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



چې په ناز پــــوه، په ادا پــــــوه ده او بـــانې هــــم ورځي
رضــــا یې نـــــده ګڼــــــه چـــل د یــــارانې هــــم ورځي

تقواپرست مـزاج مې مستې ســـــترګې هـــم خــــوښوي
وېــــرېـــږه مــه ســـــاقي اداب د میخـــــانې هـــم ورځي

څه په چل چل یې ځان راګران کړ راته ګرانه یې کــړه
څه پوهېــــدم چې دې ســـــاده ته دا کانــې هـــم ورځي؟

زما د خیــــال ساتلــــو اوس هم دعــــــوه ګیـــردی هغه
چاته پرهرقــــدم چـــې خیـــــال دزمــــانې هــــم ورځي

دې ساندې ساندې ژوندکې خوله د«ممتاز» نه  جــوړېږي
خــــــدای به وخت راولي ممــــتاز ته تــرانې هـم ورځي.
 

د شاعر نور شعرونه ←