د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



تصوير جوړيږي چې رنگونه سترگې وغړوي
نغمې خوريږي چې تارونه سترگې وغړوي

په تش کتو ما سره جنگ مه کوه ستړی به شې
تاته به خانه اولسونه سترگې وغړوي

د سر په سترگو به ليدل د زړونو خوند ونه کړي
بايد چې زړونو ته خو زړونه سترگې وغړوي

ښکليه د څو گلونو منځ کې لږه پښه ونيسه
ښکليه چې مخ ته دې گلونه سترگې وغړوي

ممتازه چا چې په وخت سترگې غړول نه غوښتل
د هغه چا به هم وختونه سترگې وغړوي .

د شاعر نور شعرونه ←