د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



په کـــوم راتلــــونکي انتظار کې دې ولاړ پــاتې کړم؟
شوخـــه زړګیــــه په انګار کې دې ولاړ پـــاتې کـــړم

د مـــړاوو ســـــترګـوتصــــوره زور دې خـــــود منمه
تلم میـکـــدې ته نیمــــه لار کې دې ولاړ پـــاتې کـــړم

له مـــا نه مخکې خلک شـــته خــو حـرکــت نه کـــوي
ژونـــده د مــــړو په  قطـــار کې دې ولاړ  پـــاتې کـــړم

د غــــره ســـړی یــم اوس د تېښتې لارهــــم نــه پېـــژنم
رادې وســتم پـه ډک بــاز ار کې دې ولاړ پـــاتې کړم

کومه خوله دې شـــکر ته راوړم د «ممـــتاز» خاونده؟
چې ټیټ شم ګل ښکل کړم بهارکې دې ولاړ پاتې کـړم.
 

د شاعر نور شعرونه ←