پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
شپه، ورځ راپسې پورې د
کور ور دی نه راوځم
انسان يم له انسانه مې
خطر دی نه راوځم
چې هېڅ بې هېڅه چاته
راوتمه نن سبا
هغه هم هېڅ بې هېڅه مرور
دی نه راوځم
څه ما واخلي ډېر ژر ستا د
ليدو ظالمه تنده
څه ستا د بې رُخيو ظالم
لمر دی نه راوځم
که نه مې راوباسې د جابرو
په خلاف
مثال مې لکه تيکي کې خنجر
دی نه راوځم
ممتازه يمه خښ د محروميو
په لحد کې
د چا د اداگانو که محشر
دی نه راوځم .