د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



دشپو، ورځو په نامه راســــره کــېږي
مسلســـل یــوه دوکه راســـره کــــېږي

دساده زړه تســـلۍ ته خـــو پــــوره ده
که په نیمه خوله وعـــده راسره کېږي

شته کردار دنیمه خوا مینې مې ژوندکې
مکمـــله ډرامــــــــه راســــره کــــېږي

که مې سـترګه رپي، رپي دې ته لاړې
اوس به کومه حــادثه  راســـره کېږي؟

څه مـوده چې چانه پټ ســاتم زخمونه
څــه مــــوده یې یارانه راســـره کېږي

نن سبا راته هرڅه تمـــاشــه ښـــکاري
نن سبا داتمـــــاشه راســـــره کـــــېږي

نا اشـــــنا لارده تنـها درومـم «ممتازه»
خـــامخا بـه څــــه کیسه راسـره کېږي.
 

د شاعر نور شعرونه ←