پښتو ادب · شاعران
نجیب منلې
د نجیب منلې پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
په نژدې ورځو کي به د ښاغلي نجیب منلې صیب ژوند لیک او انځور پرلیکه کړو
دښاغلي منلې صیب څخه مننه چي خپل دوه کتابونه یی موږ پاڼې ته ډالۍ کړ
شعرونه
19 خپاره شوي شعرونه
ګلاببشپړ شعر ولولئ
ګلاب
نجیب منلې
اسمان کې خړې ورېځې
او قهرېدلې تنا،
دغه په در در باران،
په زړه چاودلې برېښنا،
د اسوېلو په شان ساړه بادونه،
د سېلاو مستې څپې،
دا تکه سپينه ږلۍ،
هر څه به تېر شي، لمر به بيا ښکاره شي
سپوږمۍ به هم په ورين تندي وخاندي
د اسمان توره لمن
به شي په ستورو جړاو،
خوبيا به هم د تا په سرو اننګو
د پرخې څاڅکي ښکاري
١٧/٨/١٩٩٧
اباديبشپړ شعر ولولئ
ابادي
نجیب منلې
وګوره دا دشتې چې تر کــومــــــــه چـــې نظر درومي
شګې مارکونډۍ دي ګنډېري دي او ځوزان پــــــــه کې
وګوره دا دشتې څه غمجنه دنـــــــــــياګــــــــــۍ ده دا
دې دشتو ته ګوره خوکه لږ وشـــــــــــــي باران په کې
دا سپېره ډاګونه به په يــــــو دم کې بدل شــــــــي بيا
غېږې به يې ډکې په ريـــــديــــــوپـــــــــه غاټولو شي
دا ډاګـــــــونـــــه ګـــــوره داســـــــې ده زما د زړه دنيا
نه پرې زما ښــــــه شي نه پرې ښه چرې د نوروشي
دا ډاګونه نـــــــه دي تــــــش اورونـــــــه دوزخو نه دي
زما زړه به هم اباد شي ، هم به ځای د تا د لوبو شي
دغه شـــګې سپـــــېرې نه دي د ګلونو دا تخمونه دي
رېګونه به ګــــلان شي ، خـوکه تا غوندې ماليار مومي
مه ترېنه ډارېـــــــږه اور کـــــې هم ګوره خو ندونه دي
دشتې به جنت شي ،پــــه دې څه که نن دوزخ نومي
راشه ګرانې راشه ځان تــــه جوړ کړه ګلستان په کې
۲ / ۹ / ۱۹۸۲
انتظاربشپړ شعر ولولئ
انتظار
نجیب منلې
په لويه لار کې ناست يم
د دنياګۍ د ډېرو خولو له لاسه
مې دې سپېرو خاورو کې
د دروېزې په نوم څادر خپور کړی
د ځو انيمرګې ځوانۍ
د يو خواږه تصور
د پښو ښکالو څارمه
په دې خبر نه يم چې چېرته به وي
په دې خبر نه يم چې څه به کوي
خوڅو کلونه وړاندې
مې يې په دې کوڅه کې
د پلونو خاپ ليدلی
باران د خدای رحمت دی
ځمکه ودانه شي پرې
خوزموږ خوارو دښتې
بس تش ځوزان ټوکوي
د تا يادونه مې په زړه اورېږي
وايم ستا مينه به پرې ماته کړمه
خود زړه کړاس راغه کې
د حسرتونو شور شي
۱۴/۰۹/۰۵
بدرۍبشپړ شعر ولولئ
بدرۍ
نجیب منلې
تا خو د پرو جامې
واغوستې، والوتلې
د سترګو رپ کې لا تر قافه هم ورواوښتلې
زه ستا په لټه کې په تړو په مېرو ورسم شوم
غرونه رغونه مې تر پښو لاندې کړل
کاڼو ازغو مې تلې ورېبلې.
ما وې دا ګرانې لارې
په يبلو پښو وهل کېدلای نه شي
په تلوسې مې د پولادو څپلۍ
په پښو پورې کړلې
خواوس مې ستا په لوري
په هر قدم کې دولس کاله اوړي.
١١/٤/٢٠٠٣
پوهنتونبشپړ شعر ولولئ
پوهنتون
نجیب منلې
د پغمان غرونه
لوګو نيولي
ها سپينې واورې
په تكو تورو
پردو كې وركې شولې
هغې پستې او جنتي هوا چې
ور پسې مړي
له هندوستانه راتلل
د تېلو بوی اخيستی
هغه خو ږې او تكې سرې مڼې چې
د مساپر لالي نامرادې نجلې
به په لنډيو كې پرې رخه كړله
اوس له ايران او له تورانه راځي
زما په سترګو كې هم
ترخو بادونو
نور د ښكلا د پېژندلو احساس
ورو ورو په دوړو كې له كاره ايسته
دغه د شكر ځاى دى
چې نهيلي راته حرامه شوله
نن مې كابل كې
د وچو لښتو، رژېدلو پاڼو
منځ كې پر ښكلې غوټۍ
يو ځلې بيا هم
سترګې خو ږې شوې
05/08/2006
توپان وږمهبشپړ شعر ولولئ
توپان وږمه
نجیب منلې
په يوبوټي به څه شې ګـــــــرانـــې راشه ګلستان شه
پام چې سپوږمۍ نه شې ته د ستورو ډک اسمان شه
ژوند د حوادثو درونــــــد څټک پـــــــــــــــــه لاس نيولی
موم چې ورته نه شـــــــــــې د فولادو کلک سندان شه
وګوره خپـــــل ځان ته چې ته څوک يې، چې ته څه يې
دود نه شـــــې لمـــبه شه، اسويلی نه شې توپان شه
د پرخې غوندې نـــــــه شــــــــې د ګلونو په مخ اوښکه
چې سين درباندې ډک شي تـــــه يو هغسې باران شه
تر څو به ته وږمه يې اوس نـــــــو پاڅېــــــږه سيلۍ شه
په څنګ څنګ مه تېرېږه ځه ورګډه په ميــــــــــــــدان شه
د جنګ سره په جنګ شه په توده کې سړه نــــــــه شته
پردي ځان نه قربان کړه بيا له خپلو نه قــــــــــربــــان شه
۱۵ /۱۱/ ۱۹۸۱
تيګابشپړ شعر ولولئ
تيګا
نجیب منلې
زما د زړه تار ته چې
ستا د يادونو شاباز
يو دردېدلی شان ګوزار ورکړي
نه ترې غزل جوړ شي
نه ترې نغمه سازه شي
خولکه لښتې چې باد وښوروي
د ونې خاښ کې ځړېدلی ډول پرې و ډبېږي
زما له زړه نه
دغسې خوشې
هسې بې خو نده
هسې بې سوره شان درزا وخېژي
٣٠/٥/١٩٩٧
خليلبشپړ شعر ولولئ
خليل
نجیب منلې
زما په لاس جوړ شوي
د کاڼو ګټو بتان
د زړګي خونه ډکولای نه شي
هغه چې نوم يې هم په خوله نه راځي
هغه چې خيال کې مې هم نه ځايېږي
د زړه تياره کنډواله
د هغه ياد خوندي کولای نه شي
د سوز او ساز له تاوه ډکې لمبې
هغه چې زه يې په ګلزار يادوم
په کې د تا د نظر نخښې ښکاري
ځکه وردانګم ګلې.
١/٦/١٩٩٧
د الپ غرونهبشپړ شعر ولولئ
د الپ غرونه
نجیب منلې
دلته هم شته د خو ني بــازانو ځـــــــالې
دغه څوکې هم اسمان سره لګېــــــــږي
فردوسي ښکلا په دې درو کې هم شته
په ليدو يې د چــــــــا سترګې نه مړېږي
دلته هم ځوانانو کـــــــــړې ســربازي ده
لايې اوس هم غږ زما تر غوږ رســـــېږي
دغه تيږې هم د چا په وينو ســــرې دي
د زلمي غرور په ياد يې زړه رپـــــــــېږي
خوزما زړه هندوکشه تا بـــــند کــــــړی
په سينه کې مې د تا په يـــــاد درزېږي
۱۲ / ۷ / ۱۹۸۳
د پت ساتندویبشپړ شعر ولولئ
د پت ساتندوی
نجیب منلې
ستا د سترګو بلا واخلم ستــــــــــا پـــه مخ کې خطرې دي
د خپل زړه مشال رڼا کـــــړه په دې لارو کې تيـــــــــارې دي
ژوند اسان نه دی زړګيه ځه څپو سره يــــــــــوځـــــــای شه
څوک چې نه خو ځي له ځايه باندې ډکــــــــــې هديرې دي
په ارام کې دې تاوان دى د سېلاب سره غورځـــــــــنګ شه
ګونګی نه شې ځه شهباز شه تاته جوړې ســـــــردرې دي
لاره ګوره بيا قدم ږده ستــــــــــــرګــــــــــې وغــــړوه ګرانه
د ژوند لار اسانه نه ده ګــــــــــړنګـــــــونــــــه دي درې دي
ای زموږ په پت مينه چې قـــــــــدم بې ځـــــــــايه نه کړې
ته يوازې نه يې ګوره خــــــــلک ستا پــــــــــــه نندارې دي
پام چې سر چاته ټيټ نه کړې د چا خر نه شې انسان يې
چا چې سر دى کـــــوز نيولی ژوندي نه دي مړې ايرې دي
۱۵ / ۱۱ / ۱۹۸۱